د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو او ادارو له استرالیا غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ظالمانه کړنو په اړه معلومات ورکړي. د بشري حقونو په برخه کې د فعالو پنځه ویشتو افغانو، نړیوالو او استرالیايي بنسټونو په یوه ګډ لیک کې د استرالیا له حکومت غوښتل شوي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ناوړه او غیر قانوني چلند په اړه دوی او رسنیو ته معلومات ورکړي. دغه معتبرو بنسټونو په ګډه په یوه لیک کې ویلي چې استراليايي ځواکونه په افغانستان کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ز کال د زندانیانو د ځورونې او د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د قصدي وژنې پنځوس قضیې لري چې باید په اړه یې پراخې پلټنې وشي. دوی له استرالیا غوښتي چې د خپلو تېرو د کړنو به اړه د شوو څېړنو معلومات هم له رسنیو سره شریک کړي. په دې ډله کې د بښنې نړیوال سازمان، نړیوال عدالت، د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره، د بشري حقونو اروپايي کمیسیون، د استرالیا د بشري حقونو څو بنسټونه او د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې ۱۹ فعال بنسټونه شامل دي. په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو د ناوړه چلند، قصدي وژنې او ظالمانه کړنې د رسنیو مهم خبرونه دي، خو په دې اړه د استرالیا حکومت د وضاحت لپاره جدي ګام تر دې دمه نه دی اوچت کړی.



































