اېسر کمپنۍ خپل پنځه نوي لپټاپونه چې ټول يې د اېنټل کمپنۍ تر ټولو وروستی یولسم جنرېشن پروسېسر لري، معرفي کړل. دغه لپټاپونه اسپایر۵، سوېفټ۳ (دوه مختلفې بڼې لري)، سوېفټ۳ اېکس او سوېفټ۵ نومول شوي دي. د اېسر اسپایر۵ بیه له ۵۴۹۹۹، د اېسر سوېفټ۳ بیه له ۶۷۹۹۹، د اېسر سوېفټ۳ اېکس بیه له ۷۹۹۹۹ او د اېسر سویفټ۵ بیه بیا له ۷۹۹۹۹ هندي کلدارو څخه پیلېږي. د یادونې ده چې دغه بیې د هندوستان لپاره دي او کېدای شي نورو هېوادونو کې له دې سره توپیر ولري. دغه لپټاپونه به د اېسر کمپنۍ وېب پاڼې او نورو پر لیکه پلورنځیو کې د نومبر په لومړۍ اونۍ خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ټول لپټاپونه د ځانګړنو، ډیزاین او وړتیاوو له اړخه سره توپیر لري، خو ټولو کې د اېنټل کمپنۍ تر ټولو وروستی او پرمختللی پروسېسر کارول شوی دی.