چهارشنبه, اگست 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

کورنیو چارو وزارت: په تېرو پنځوسو ورځو کې ۲۶۱ ملکیان وژل شوي دي

نوومبر 1, 2020
in افغانستان
0 0

سره له دې چې نړیوال او د افغانستان په مسئله کې ټول ښکېل اړخونه د طالبانو او افغان حکومت د جګړو د کمېدو غوښتونکي دي، خو د دواړو لورو ترمنځ جګړې د پخوا په پرتله ډېرې شوې او ملکي تلفات لوړ شوي دي. کورنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو په تېرو پنځوسو ورځو کې په خونړیو جګړو کې ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینه وایي چې طالبانو ګڼ تهاجمي بریدونه کړي او تر څنګ یې ځانمرګي بریدونه هم ډېر کړي دي. بلخوا د نظامي چارو شنونکي بیا حکومت د جګړې په مدیریت کې ناکام بولي.

نږدې دوې میاشتې کېږي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ مذاکراتو لړۍ پيل شوې، خو دواړه خواوې لا نه دي توانېدلې چې د مذاکراتو پر تګلاره توافق وکړي. بلخوا په هېواد کې بیا د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړه اوج ته رسېدلې ده. ملګرو ملتونو تېره اونۍ په خپل راپور کې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر تلفاتو اندېښنه ښودلې وه. د یوناما په راپور کې راغلي وو چې د سولې مذاکراتو د ملکي تلفاتو په شمېر کې کموالی نه دی راوستی.

اوس تازه د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې د طالبانو په بریدونو او جګړو کې په تېرو پنځوسو ورځو کې ۲۶۱ ملکیان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین رسنیو ته ویلي چې طالبانو د سولې د خبرو له پیل وروسته خپل بریدونه ډېر کړي دي چې له امله یې په تېرو پنځوسو ورځو کې ۲۶۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. نوموړي همدا راز ویلي چې په بېلو پېښو کې ۶۰۳ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. طارق آرین وايي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵۹ یرغلیز بریدونه کړي، ۱۴ یې ځانمرګي بریدونه کړي او ۲۶۳ کړۍ ماینونو ته یې هم چاودنه ورکړې ده.

کورنیو چارو وزارت همدا راز وایي چې د طالبانو ګڼ بریدونه افغان امنیتي ځواکونو یا شنډ کړي او یا یې په شا تمبولي دي. هغه د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو په خبره یې، په پنځوسو ورځو کې افغان ځواکونو تر ۲ زره پورې طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ده په خبره: ((افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو د تهاجمي بریدونو په ځواب کې دوی ته درانه تلفات اړولي دي. په همدې لړ کې په تېرو پنځوسو ورځو کې تر ۲ زره ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده)).

وسله والو طالبانو د افغان حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ناټو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پانتیکورو په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې جګړه باید کمه کړل شي او دواړه لوري دې خبرې چټکې کړي. د ده په وینا، په افغانستان کې روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او دواړو لورو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او دایمي اوربند ته لار هواره کړي.

ارګ بیا وایي چې طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي او پر ځای یې تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي، افغان حکومت د طالبانو شپږ زره او سل بندیان د حسن نیت لپاره خوشي کړل، څو دغه ډله تاوتریخوالی کم کړي او مذاکرات وکړي، خو دوی جګړه شدیده کړې ده او دې مسئلې ثابته کړه چې طالبان تر سولې پر جګړه ډېر باوري دي.

د نظامي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې حکومت د جګړې په مدیریت او د خپلو ساحو په ساتلو نه دی بریالی شوی. د نظامي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي، ولسوالۍ او کلي هره ورځ د طالبانو لاس ته ورځي، ملکي تلفات لوړ شوي دي، د افغان ځواکونو تلفات لوړ دي او دا هر څه د حکومت د کمزوري مدیریت په مانا ده. هغه وايي: ((په قومانده کې کمزوري ده، په استخباراتو کې کمزوري ده، جګړه سمه نه مدیریت کيږي)).

Tags: featured
Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اگست 12, 2026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

اگست 12, 2026

د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

اگست 12, 2026

بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

اگست 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In