سږکال د کووېډ-۱۹ نړیوالې وبا د ټولې نړۍ سوداګري اغېزمنه کړه او د ځیرکو موبایلونو بازار هم له دې نړیوالې وبا څخه خوندي پاتې نشو. خو د ځیرکو موبایلونو ځینې کمپنۍ پر دغو ناڅرګندو حالاتو سربېره، وتوانېدې چې ټوله نړۍ کې په مېلیونونه ځیرک موبایلونه وپلوري. ای ډي سي د ۲۰۲۰ کال په درېیمه ربعه کې د مختلفو کمپنیو له لوري د پلورل شویو ځیرکو موبایلونو شمېر خپور کړی دی. د دغه راپور پر بنسټ، سامسُنګ کمپنۍ یو ځل بیا د نړۍ د ځیرکو موبایلونو تر ټولو سترې کمپنۍ په توګه خپل مقام ساتلو کې بریالۍ شوې ده. هواوې کمپنۍ هم د پلورل شویو ځیرکو موبایلونو شمېر له پلوه خپل دویم مقام ساتلی دی. هواوې کمپنۍ په دې موده کې ۵۱٫۹ مېلیونه ځیرک موبایلونه پلورلي چې دغه شمېر د تېر کال ورته مودې په پرتله د امریکا د بندیزونو له امله کم دی. هواوې کمپنۍ تېر کال په ورته موده کې ۶۶٫۶ مېلیونه ځیرک موبایلونه پلورلي وو؛ خو تر ټولو حیرانوونکی دا دی چې شیاومي کمپنۍ اپل ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقام خپل کړی دی. دا لومړی ځل دی چې اپل دې درجه بندۍ کې څلورم مقام لري.