مڼه یو له هغو مېوو څخه ده چې د پوستکي لپاره د درملو په شان ګټوره ده، د مڼې خوړل خولې او غاښونو ته هم زیاته ګټه لري. په مڼه کې شته اسيدونه د دې سبب کیږي چې د خوړلو او ژولو په وخت کې بکتریاوې له منځه یوسي او غاښونه پاک کړي. د یوې مڼې خوړل دومره ګټه لري لکه چې مسواک مو کارولی وي. مڼه یوه داسې میوه ده چې په ژمي، اوړي او هر موسم کې موندل کیږي، له هر ځای او هر موسم سره مختلف رنګونه لري او په نړۍ کې د ډېرو کرنیزو او مصرف شوو مېوو په سر کې راځي. مڼه شنه وي که سره، هره یوه یې روغتیایي ګټې لري، انرژي، پروټین، ویټامینونه، کلسیم او اوسپنه دا ټول مینرالونه لري. مڼه د ځینو ناروغیو په مخنیوي کې هم ګټوره ثابتیږي. که څه هم د شنې مڼې په پرتله بازار کې سره مڼه زیاته موندل کیږي، خو د تغذیې او ګټو له لحاظه شنه مڼه د سرې په پرتله د روغتیايي ګټو ډېرې ځانګړتیاوې لري.