د ونپلس کمپنۍ په دغو دواړو ځیرکو موبایلونو کې د ګوتې نښې سېنسر شاتنۍ برخه کې ورکړل شوی دی. د ونپلس نورډ اېن۱۰ بیه ۳۲۹ یورو او د ونپلس نورډ اېن۱۰۰ بیه ۱۷۹ یورو ټاکل شوې ده، چې انګلستان او اروپا کې به د نومبر په میاشت کې خرڅلاو ته وړاندې شي.
د ونپلس نورډ اېن۱۰ ۵جي ځانګړنې
دغه ځیرک موبایل ۶٫۴۹ انچه فول اېچ ډي+ ډوله مخپاڼه لري چې ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. نورډ اېن۱۰ کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۶۹۰ ډوله پروسېسر او اډرینو ۶۱۹ ګرافېکس کارت کارول شوی دی. دغه ځیرک موبایل کې ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې، چې کاروونکي دغه وړتیا د میموري کارت له لارې تر دې هم لوړولی شي.
د ونپلس نورډ اېن۱۰۰ ځانګړنې
دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن ۴۶۰ ډوله پروسېسر، ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. کاروونکي د میموري کارت له لارې د فایل ثبتونې وړتیا ۲۵۶ ګېګابایټ پورې لوړولی شي.