له ډېرې مودې راهیسې نړیوال څېړونکي او ډاکټران په دې باور دي، چې کلسټرول د زړه د حملې او شکر ناروغۍ لامل کیږي؛ خو د هګۍ سپین هغه خواړه دي چې د دې دوو ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي؛ ځکه د هګیو سپین مضر کلسټرول اوغوړ له منځه وړي. که چېرې تاسو غواړی په دې پوه شی چې د هګیو سپین په خپل ترکیب کې کوم مواد لري، چې دومره ګټې لري، نو په انټرنېټ کې به یې په اړه دومره معلومات لیکل شوي وي، چې په لوستلو به یې ستړي شی. وروستۍ څېړنې ښیي چې په ورځ کې ۵۴ ګرامه د هګۍ سپین خوړل لاندې ګټې لري:
۱: د زړه د ناروغۍ د ګواښ کچه ټیټوي
۲: عضلاتو ته وده ورکوي
۳: هډوکي پیاوړي کوي
۴: پوستکی روغ ساتي
باید وویل شي چې د هګیو له ډېرو ژیړو خوړلو ډډه وکړئ، ځکه چې د هګۍ ژیړ ډېر پیاوړي کلسټرول او غوړ لري.