د اسلامي نړۍ نامتو عالم او مفتي شیخ یوسف قرضاوي د افغان جګړې له ښکېلو لوریو د نرمښت غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې دواړه لوري دې په دغه هېواد کې د سولې لپاره چټک ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړې، ټول علما په افغانستان د جګړې په اړه اندېښمن دي ځکه دواړه لوري مسلمانان دي او نباید تر دې ډېر د یو بل پر وړاندې ودرېږي. نوموړي دا څرګندونې په دوحه کې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.





























