نوکیا کمپنۍ له اوږدې مودې راهیسې پیاوړې ځانګړنې لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته نه دی وړاندې کړی او تر ډېره یې پر منځنۍ وړتیا او مناسبه بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو باندې تمرکز کړی دی؛ خو اوس افشا شوي معلومات ښيي چې نوکیا کمپنۍ د نوکیا۹٫۳ پیور ویوو پیاوړي ځیرک موبایل په نوې بڼه چې نوکیا۱۰ پیور ویوو نومول شوی دی، کار کوي. د یادونې ده چې نوکیا۹٫۳ پیور ویوو د نوکیا کمپنۍ تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل و چې شاتنۍ برخه کې يې پنځه کامرې لرلې، خو د کمزوري سافټ وېیر له امله د کاروونکو پاملرنې ځان ته اړولو کې بریالی نشو. د نوکیا پاور یوزر د معلوماتو پر بنسټ، د نوکیا کمپنۍ دغه پیاوړی ځیرک موبایل به د کوالکام کمپنۍ له تر ټولو وروستي او پرمختللي پروسېسر سنپ ډراګن۸۷۵ سره خرڅلاو ته وړاندې شي. سرچینه زیاتوي چې دغه ځیرک موبایل به د ۲۰۲۱ کال په دویمه نیمايي کې خرڅلاو ته وړاندې شي او د نوکیا۹٫۳ پیور ویوو په څېر شاتنۍ برخه کې به څو کامرې ولري. تر اوسه د دغه ځیرک موبایل نورې ځانګړنې، ډیزاین، د کامرو شمېر او وړتیاوو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.