الرجي یا حساسیت یوه له ډېرو عامو ناروغیو څخه ده چې انسان له ډېرو خنډونو سره مخ کوي. دغه ناروغي د بدن د دفاعي سیسټم د کمزورتیا له امله رامنځ ته کیږي چې د درملنې لپاره يې باید سړی پوه شي چې له کوم څیز سره الرجي لري. له خاورې، گرد، ځینو خوړو، گلانو، ربړ او یا هم له ځینو درملو سره الرجي لرل بیخي عام دي، چې دغه ناروغي د انسان پر پوزه، ستوني، غوږونو او پوټکي باندي اثر کوي. ځینې داسې خواړه شته چې د انسان د دفاعي سیسټم په پیاوړي کولو سره انسان له دې ناروغۍ ژغوري. مڼه؛ د ورځې یوه مڼه دفاعي سیسټم پیاوړی کوي او د الرجۍ مخه نیسي. لیمو؛ لیمو د ویټامین سي او انټي اکسیډنټ غوره منبع ده، چې په بدن کې د القلي اندازه نورماله ساتي. شین چای؛ له الرجي څخه کړېدونکي باید شین چای د خپل ورځني غذايي رژیم برخه وګرځوي، څو د بدن د دفاعي سیسټم په پیاوړي کولو سره د الرجي مخه ونیسي. هر ورځ باید دوه گیلاسه شین چای وڅښل شي او د لا زیاتو گټو لپاره په چای کې شات او لیمو زیات شي.