چهارشنبه, اگست 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د دوحې هوکړې ناڅرګند برخلیک؛ افغان حکومت یې له امریکا د بیا کتنې، خو طالبان یې د عملي کولو غوښتنه کوي

نوومبر 10, 2020
in افغانستان
0 0

په بین الافغاني خبرو کې د خنډونو له جوړېدو سره هممهاله د دغو مذاکراتو او د دوحې د هوکړې په اړه نوي مسایل رامنځ ته شوي دي. طالبانو ویلي چې په امریکا کې نوی جوړېدونکی حکومت باید د دوحې هوکړې ته ژمن وي او عملي یې کړي، خو افغان حکومت بیا وایي چې نوی امریکايي حکومت دې پر دې هوکړه له سره کتنه وکړي، ځکه ډېرې ستونزې لري. د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی بیا وایي چې خبرې له نامعلوم برخلیک او سترو خنډونو سره مخ دي، ځکه د طالبانو غوښتنې د نه منلو وړ دي.

سره له دې چې د افغانستان د سولې مسئله له لومړي سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره یوه کمپایني مسئله بلل کېده، خو اوس په امریکا کې د نوي حکومت له راتګ سره د دوحې هوکړې د له منځه تلو وېره هم شته ده. په ټولنیزو رسنیو کې او افغان سیاسي فعالین پر دې باور دي چې ښایي بایډن د سولې له هوکړې سره مخالفت وکړي او یا هم له دې موافقې تېر شي، خو د افغانستان د مسئلې له مهم والي سره سره، جو بایډن تر اوسه په دې اړه هېڅ راز غبرګون نه دی ښودلی.

افغان حکومت بیا له بایډن او د ده په مشرۍ له جوړېدونکي حکومت غواړي چې د سولې پر هوکړه له سره کتنه وکړي. د ولسمشر غني لومړي مرستیال سرور دانش پرون په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، تاوتریخوالی یې ډېر کړی، جګړې یې شدیدې کړې، له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې نه دي پرې کړې او دا ټول هغه څه دي چې د سولې پر ځای جګړې ته د دې ډلې ژمنتیا ښيي. نوموړي همدا راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې افغان حکومت د دوحې هوکړې ته هېڅ راز مسوولیت نه لري، ځکه هغه د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه ده چې په افغان حکومت پورې هېڅ اړه نه لري. سرور دانش پر امریکا غږ کړی چې د سولې پر هوکړه له سره کتنه وکړي او په دې توګه دې په دې برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي. د سرور دانش په خبره: ((موږ د افغانستان حکومت په توګه دا هوکړه نه لاسلیک کړې، نه یې یو لوری یو، نه مو توحید کړې او له حقوقي او قانوني اړخه، د هغه څه په اړه چې د هوکړې په جزیاتو کې راغلي، هېڅ ډول مسوولیت هم نه لرو)).

سرور دانش دا هم وویل چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او افغان حکومت د ولس له لوري د پنځه زره نه زیاتو طالب زندانیانو د خوشي کولو له امله تر فشار لاندې دی. هغه د دې ستونزې د حل یوازینۍ لار دا بولي چې امریکایي نوی حکومت پر هوکړه بیا کتنه وکړي او خنډونه یې له منځه یوسي.

بلخوا طالبان بیا د جو بایډن له حکومت د دې هوکړې د عملي کولو او ساتلو تمه لري. سره له دې چې طالبانو په رسمي اعلامیه کې تر دې دمه د امریکا د ټاکنو په اړه دریځ نه دی څرګند کړی، خو د دې ډلې د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي، د دوحې هوکړه د افغانستان او امریکا دواړو په ګټه ده او باید عملي کړل شي. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت باید هوکړه عملي کړي او د سولې لپاره کار وکړي. ډاکټر نعیم یو ځل بیا ویلي چې د دوحې هوکړه باید د مذاکراتو لپاره اساس وي او پر دې مسایلو بحث شوی دی. د ده په خبره: ((د دوحې هوکړه باید د مذاکراتو لپاره بنسټ وي، پر دې موږ بحث کړی دی، په دې کې د ټولو ګټه ده)).

د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري بیا وايي چې د طالبانو د خبرو منل او ددوی غوښتنې عملي کول امکان نه لري. هغه وایي له دغه ډلې سره خبرې له خنډونو سره مخ دي او تر دې دمه هېڅ راز پرمختګ پکې نشته دی.

Tags: featured
Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اگست 12, 2026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

اگست 12, 2026

د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

اگست 12, 2026

بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

اگست 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In