وېټامین ډي (Vitamin D) د خوړو یوه مهمه برخه ده چې د بدن د مختلفو فعالیتونو لپاره ډېر زیات اړین بلل کېږي. خو اوس یوې څېړنې ثابته کړې چې د امیدوارۍ پر مهال د مور بدن کې د وېټامین ډي اړینه او ګټوره کچه د ماشوم ذهني ودې لپاره هم ډېره ګټوره ده. جرنل اف نیوټرېشن څېړنیزې مجلې کې خپره شوې څېړنه کې ادعا شوې چې د امیدوارۍ پر مهال د مور بدن کې د وېټامین ډي کچه او د ماشومانو ذهانت سره ژوره اړیکه لري. څېړونکي وايي چې اوسمهال ټولو خلکو او په ځانګړي ډول مېرمنو کې د وېټامین ډي کچه ډېره ټیټه ده او هیله يې څرګنده کړې چې د دې څېړنې له پایلو څخه وروسته مېرمنې د وېټامین ډي کچې ته جدي پاملرنه وکړي. دغه څېړونکي وايي چې میلانین پوټکی بدن د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري، خو د الټراوایلټ وړانګو د مخنیوي پر مهال میلانین په پوټکي کې د وېټامین ډي تولید کموي، چې له همدې امله اکثره خلک د وېتامین ډي له کمښت سره مخ وي.