ډېری کسان ډېره کمزورې حافظه لري او ژر یې هر څه هېرېږي، هېڅ موضوع په سم ډول په خپله حافظه کې نه شي ساتلی. څېړونکو دا ثابته کړې ده چې دا ستونزه د انارو په خوړلو سره هوارېدای شي، انار د نورو ګټو تر څنګ د انسان حافظه هم پیاوړې کوي. څېړنو دا ثابته کړې چې د انارو د اوبو څښل د حافظې د پیاوړتیا لپاره ګټه لري. هغه پلي فنولونه چې په انارو کې دي، هغه د دې خاصیت لري چې اعصاب ارامه کړي او حافظه پیاوړې شي. یوې څېړنې په ۲۰۱۳ کال کې هغه خلک په دوو برخو ووېشل چې د حافظې له کمزورتیا سره مخ وو، یوې ډلې د څلورو اونیو لپاره هره ورځ یو کوچنی ګیلاس د انارو اوبه څښلې او بلې ډلې بیا په همدې اندازه د حافظې د کمزورتیا درمل کارول. له هغې وروسته څېړونکو دا ثابته کړه هغو کسانو چې د ورځې یو ګیلاس د انارو اوبه څښلې، د هغو ۲۸ تنه په نورمال ډول بېرته جوړ شول او د حافظې کمزورتیا یې جوړه شوه.