ولسمشر غني د سولې په برخه کې د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي افغانستان په سیمه کې د اقتصادي او سوداګریزو پرمختګونو لپاره تر ټولو مهمه لار ده نو له همدې امله د شانګهای سازمان غړو په تېره د سیمې هېوادونو ته په کار ده چې د افغان سولې له بهیر ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپله همکاري ډېره کړي. نوموړي پرون د ویډیو کنفرانس له لارې ددغه سازمان شلمې نوبتي غونډې ته دوینا پر مهال وویل چې افغان ځواکونه په سیمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دي چې د دغه سازمان ملاتړ ته اړتیا لري. هغه ټینګار وکړ چې که د سیمې هېوادونه له افغان سولې او د ترهګرۍ ضد روانې مبارزې سره همکاري کوي نو ټوله سیمه به امن شي او چټکه اقتصادي وده به رامنځ ته کېږي. په دې غونډه کې غړو هېوادونو په تېره ددې غونډې کوربه هېواد روسیې له افغان سولې د ملاتړ خبره کړې ده او په دې هېواد کې یې د خبرو له لارې د جګړې ختمول مهم بللي دي.



































