امریکا وایي په افغانستان کې د فساد پر وړاندې روانه مبارزه تش په نامه او هسې نمایشي ده. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار په تازه یوه خپاره کړي لیک کې له مرستندویه هېواونو غوښتي چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د دقیقو او پایلې لرونکو راپورونو پر بنسټ وکړي. سیګار وايي افغان حکومت د فساد پر وړاندې ځينې کارونه کړي دي خو په اصل کې د حکومت له لوري د فساد پر وړاندې روانه مبارزه نمایشي، بې ګټې او د مقررو او غونډو تر جوړولو محدوده ده. سیګار افغان حکومت تورن کړی چې په فساد د تورنو کسانو د نیولو پر ځای او ددوی د زنداني کولو پر ځای یې هغه خوشي کړي دي او په ازادانه توګه ژوند کوي. سرچینه دغه راز وايي چې په افغان حکومت کې فساد سیستماتیک دی خو د ختمولو لپاره یې د حکومت اراده کمزورې ښکاري. سیګار داسې مهال دغه راپور ورکوي چې د ولسمشر غني پر حکومت د سترو اداري فسادونو د موجودیت تورونه پورې کېږي او وخت ناوخت په دې اړه په رسنیو کې راپورونه هم خپرېږي.



































