نن په جینوا کې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه نړیوال کنفرانس پیلېږي. افغان حکومت تمه لري چې وکړی شي په دې کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستندویه هېوادونو مالي ملاتړ خپل کړي. په دې کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی حضور لري چې مشري یې د مالیې وزیر عبدالهاي ارغندیوال کوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي افغان حکومت به په دې کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپل پلانونه تشریح کړي او له نړیوالو به د مرستې غوښتنه وکړي. د مالیې وزارت ویاند بیا ویلي دوی تمه لري چې نړیوال ورسره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلې مرستې وغځوي. بلخوا داسې وېره شته چې نړیوال به له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي، ځکه افغان چارواکي د ښې حکومتولۍ، فساد ضد مبارزې، اقتصادي ودې، امنیت، سولې راوستو، پراختیا او بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې بریالي نه وو.



































