د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه ښیي چې ښايي سعودي عربستان ۱۲ شعیه بندیان اعدام کړي. راپورونه وایي دغه بندیان یوه محرم امنیتي ارګان ته چې مستقیماً د سعودي پاچا ته راپور ورکوي، لېږدول شوي دي. یاد سازمان ویلي، دغه دوولس بندیان چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ایران ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوي، امنیت ریاست ته لېږدول شوي دي. سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې په ترکیه کې د خبریال جمال خاشقجي تر وژل کېدو وروسته یاد هېواد ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.