د پاکستان کورنیو چارو وزارت وایي د ملتان زندان کې بندي عیسوۍ اسیه یې خوشې کړې ده. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اسیه له خوشي کېدو وروسته د راولپنډۍ نور خان هوايي ډګر له لارې له خپلې کورنۍ سره بهر ته تللې ده. راپورونه وایي، پر دې او کورنۍ سربېره یې پاکستان کې د یوه اروپايي هېواد ډيپلوماټ هم الوتکه کې سپور و. دا لا تر اوسه مالومه نه ده چې اسیه کوم هېواد ته تللې ده. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې د اسیې وکیل هم رسنیو ته ویلي و چې نوموړې له ملتان بنده خوشې شوې ده. اسیه د اسلام ستر پیغمبر ته په سپکاوي تورنه وه چې څو ورځې وړاندې یې ګڼو پاکستانیانو د اعتراضونو په لړ کې د اعدام غوښتنه هم کړې وه.