نن د ژنیو کنفرانس په دویمه ورځ نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلو مرستو کچه اعلان کړې ده. د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره دغه مرستې اعلان کړې دي. اروپايي ټولنې د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو، بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه، جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالر کلنۍ، کاناډا د درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالر، هالنډ ۲۲۰ میلیونه ډالر، ایټالیا په کلني ډول ۳۵ میلیونه یورو، ډنمارک د درې کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالر، ناروې ۷۰ میلیونه ډالر، استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالر او سويډن د ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی. په ورته وخت کې هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي. ویل کېږي چې دا مرستې به په افغانستان کې پر تلپاتې سولې، پایداره پراختیا، فساد سره پر کارنده مبارزې او د افغانستان راتلونکي کې د ښځو پر فعاله ونډه ولګول شي.



































