له افغانستان سره د مرستو نړيوال کنفرانس د نومبر په ۲۴مه نېټه په جینيوا کې پای ته ورسېد. نړيوالې ټولنې په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره نږدې ۱۳ ميليارډه امريکايي ډالره مرسته وکړه، چې په دې مرسته شويو پیسو کې به په لومړي کال دغه هيواد ته لږ تر لږه ۳.۳ ميليارډه امريکايي ډالره ورکوي. نړيواله ټولنه تر ۲۰۲۴ کال پورې د اقتصادي او سياسي برخو تر څنګ د افغانستان د سولې له پروسې څخه هم جدي او قوي ملاتړ کوي.
برسيره پر دې، په دغه کنفرانس کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه وشوه، چې په افغانستان کې بايد د جګړې لمن نوره ټوله شي او په دغه هيواد کې بايد دایمي اوربند، سوله، ثبات او سمسورتيا رامنځته شي.
نړيوالې ټولنې په دغه کنفرانس کې له افغانانو سره د مرستو دايمي ژمنه يو ځل بيا تکرار کړه، ۶۶ هېوادونو او څه دباندې ۳۰ نړيوالو سازمانونو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د ۲۰۲۱-۲۰۲۴ له پلان څخه به ملاتړ وکړي او همدارنګه دا غوښتنه يې هم وکړه، چې د دې هيواد ښځې، ځوانان او لږکي بايد د سولې په پروسه کې له پامه ونه غورځول شي.
د افغانستان مسئلې په اړه د م.م سرمنشي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبورا لاینز وويل، چې د افغانستان پر وړاندې پرتې ننګونې ډېرې د اندېښنې وړ دي، خو د جېنيوا په دغه کنفرانس کې د نړيوالو همکارانو ژمنې د افغانستان د راتلونکي لپاره اميد بښونکې دي. دغه کنفرانس په دوحه کې د سولې خبرو اترو په شان تاريخي ارزښت لري او د سولې او سمسورتيا لپاره کلک بنسټ کېښودلی شي.
د ۲۰۱۶ کال د بروکسيل کنفرانس کې ګډونوالو هيوادونو له افغانستان سره د ۱۵ ميليارډو امريکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه، او سږ کال د جينيوا په کنفرانس د مرستندويه پيسو اندازه د ۲۰۱۶ کال بروکسیل کنفرانس کې د شوې مرستې په نسبت کابو ۱۵ سلنه کم شوې ده. د نظر خاوندان او څېړونکي په دې اندې دي، چې د مرستو د کموالي يو مهم لامل دا دی، چې اوسمهال په نړۍ کې کوويد-۱۹ ویروس د چټک خپرېدو په حال کې دی او مرسته کوونکي هېوادونه هم د دغه ويروس له سختې منفي اغېزې لاندې راغلې دي، که څه هم د دغو مرسته کوونکو هيوادونو پرمخ ډېرې ستونزې او ننګونې موجودې دي، خو بیا هم غواړي له افغانستان سره مالي مرستې وکړي؛ ځکه د نړيوالې ټولنې له مرستو پرته به دغه هیواد له ډېرو زياتو سختو مشکيلاتو سره مخ شي.
چين د افغانستان د سولې له پروسې څخه تل کلک ملاتړ کړی او په تېرو څو کلونو کې يې څو مليارډه امريکايي ډالره مرستې ورسره کړې دي. په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو په ياد کنفرانس کې وويل، په افغانستان کې د سولې او بیارغونې د رامنځته کېدو لپاره سمه ييزې همکارۍ ډېرې مهمې دي، چين به له سيمه ييزو هېوادونو سره نږدې همکارۍ وکړي او د تل په شان به له افغانستان سره مرستې وکړي.