د راپورونو له مخې دغه اور په یوه ځنګلي سیمه کې په خورا شدت روان دی او تر دې دمه یې سلګونه کورنه سوي دي او سلګونه هکتاره ځنګل د اور خوراک شوی دی. د سیمې پولیسو ویلي، چې اور د باد او توپان په وجه شدید شوی دی او زرګونه کسان یې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ کړي دي. د پولیسو خبرپاڼې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د اور له سیمې کلیومترونه لرې لاړ شي او ځانونه وژغوري. پولیس د اور د وژنې هڅې پیل کړې دي خو تر دې دمه یې په کابو کولو کې ناکام دي. کلیفورنیا د امریکا له هغه ایالتونو دی چې وخت ناوخت ترې په ځنګلي سیمو کې د ورته اورلګېدنو او توپانونو خبرونه راځي.