د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې درې پرلپسې مرګونې چاودنې شوې دي. د دې هېواد روغتيايي چارواكي وايي، په موټربم بریدونو او وسله واله نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه ۳۹ تنو ته رسېدلې ده. چارواکو تر دې وړاندې ویلي و چې په دې پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي دي. د سوماليا پوليسو ويلي، د جمعې په ورځ په درېيو موټرونو كې ځاى پر ځاى شویو چاودېدونكو توكو د صفحي هوټل شاوخوا چاودنې وكړې. د دغه هېواد د امنيتي مسوولينو په خبره، له چاودنو وروسته څلور وسله وال ياد هوټل ته داخل شول او د هغه له بامه يې ډزې پيل كړې. د سوماليايي پوليسو په وينا، امنيتي ځواكونو وسله وال بريد كوونكي وژلي او په هوټل كې لسګونه بند كسان يې ژغورلي دي. ویل کېږي په دې پېښه کې تر ۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي او ښایي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي. د القاعده شبكې اړوند الشباب ډلې د چاودنو او وسله وال بريد پړه منلې ده.