د سوريې يوه څارونکې ډله وايي، د دغه هېواد په ختيځ کې د امريکا په مشرۍ د ائتلاف په هوايي بريدونو کې ٢٦ کسان وژل شوي دي.
دغه ډله وايي، د سوريې په ختيځ کې د امريکا په مشرۍ د ائتلاف په هوايي بريدونو کې ٢٦ کسان وژل شوي چې ١٤ تنه يې ماشومان دي.
د فرانسې خبري اژانس وژل شوي کسان ملکيان بللي دي.
د اژانس په حواله، په برېټانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو څارونکې ادارې ويلي، دغه بريدونه د دیرالزور د هيجن په هغو سيمو کې شوي چې د داعش حضور پکې احساسېږي.
د فرانسې د خبري اژانس په حواله، د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمن ويلي چې د پنجشنبې په ورځ هم د ديرالزور ولايت الشفا سيمې ته نږدې د ائتلاف په حملو کې اووه ملکيان وژل شوي وو.
د ديرالزور دغه دوه ښارګوټي د عراق سرحد ته نږدې د داعش په کنټرول کې وروستۍ پاتې سيمې دي.
اژانس ليکي چې د ائتلاف يوه وياند د تازه هوايي بريدونو پر موضوع د تبصرې لپاره دوى ته ځواب نه دى ويلى.
خو دغه ائتلاف د کردانو او عربانو د هغه اتحاد ملاتړ کوي چې په دغو سيمو کې د افراطي وسله والو پرضد جنګېږي.
بل خوا د سوريې دولتي ځواکونو په حما ولايت کې وړمه ورځ له ياغي وسله والو سره جګړې وکړې.
د رويټرز اژانس په حواله، د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي، دا په يوه کال کې د سوريې په شمال لوېديځ کې تر ټولو درنه جګړه وه.