عمران خان وایي، حکومت یې د عیسوۍ اسیې په قضیه کې د سترې محکمې پرېکړې ته درناوی لري او څه چې د هغوی پرېکړه وي دوی به پرې هیڅ ډول جوړجاړی ونه کړي. د پاکستان لومړي وزیر دا څرګندونې په پاکستان کې د اسیې تر خوشې کېدو وروسته پرون د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي. نوموړي ویلي، د قانون حاکمیت د سترې محکمې پر پرېکړو د عمل کولو له لارې ټینګېدای شي او د سترې محکمې پر پرېکړو د نه عمل کولو په صورت کې قانون تر پښو لاندې کېږي. اسیه څه موده وړاندې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي په تور ونیول شوه چې سترې محکمې پرې د اعدام حکم وکړ او وروسته یې خوشې کړه. داسې راپورونه هم خپاري شوي چې نوموړې د پاکستاني حکومت لخوا بهر ته استول شوې ده.