په ملګرو ملتونو کې د روسيې سفير واسيلي نبنزيا ويلي، ترهګرې ډلې د «سپين خوليو» په همکارۍ هڅه کوي چې د سوريې ادليب ښار ته نږدې د کيمياوي وسلو د استعمال جعلي پېښه رامنځته کړي.
نبنزيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته ويلي چې په سوريه کې يې همکارانو داسې معلومات ترلاسه کړي چې ترهګرې ډلې د سپين خوليو په همکارۍ د توکسيک موادو په کارولو سره د کيمياوي وسلو د استعمال د جعلي پېښې د رامنځته کولو هڅه کوي، چې په وينا يې په دې تړاو معلومات يې څو څو ځله د ملګرو ملتونو له امنيت شورا سره هم شريک کړي دي.
سپين خولي د سوريې د غيرنظامي دفاع يوه ډله ده چې په بمبار شويو سيمو کې په داوطلبانه توګه خلکو ته مرستې رسوي. دا ډله که څه هم بې وسلې ده او ځان خپلواکه غير سياسي ډله بولي، خو مسکو یې د اسد د رژيم له مخالفينو سره په لاس لرلو تورنوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي ويلي، د کيمياوي وسلو د جعلې پېښې د رامنځته کولو لپاره د کېدونکو هڅو په تړاو معلومات د روسيې پوځ ته هم ور رسېدلي دي. نوموړي د بېلګې په توګه ويلي چې د ترکستان د اسلامي حزب جنګياليو له معارت النعمان څخه ادليب ته ۲۰۰ لېتره کلورين غاز لېږدولی دی.
د روسي استازي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې امريکا د اسد رژيم او د هغه ملاتړي په سوريه کې د کيمياوي وسلو پر کارولو تورنوي او په دې برخه کې د پړې ډېره ګوته روسيې ته نيسي.
د روسيې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت هم تازه ويلي چې مسکو د کيمياوي وسلو د منعې او کنټرول ټولو معاهداتو ته ژمن دی او دا امريکا ادعاوې په حقيقت کې د خلکو د دوکه کولو هڅه ده.