د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه بي۵۲ الوتکو سیمې ته له ځان سره یو پیغام لېږداوه او هغه دا چې امریکا د خپلو دښمنانو او هغو کسانو پر وړاندې په وخت اقدام کولی شي چې امریکا ته ګواښونه جوړوي. له دې ګزمو د امریکا موخه د ایران وېرول وو. امریکایي رسنیو ویلي چې دغه دوې الوتکې له امریکايي نظامي هوايي ډګرونو پورته شوې وې او پوره دېرش ساعته یې پرله پسې د ایران تر اوبو پورې مزل کړی و. دوی وایي دا ایران ته یو خبرداری دی چې د بې ځایه اقدام په صورت کې به د امریکا له سختو بریدونو سره مخ شي. ایران تر اوسه د امریکا پر دغه کار غبرګون نه دی ښودلی. دا په لږ موده کې د امریکایي جنګي الوتکو درېیم مانور دی چې د ایران په شاوخوا کې یې ترسره کوي.






































