یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د ۲۰۲۱م کال په مناسبت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام

جنوري 2, 2021
in لیکنې
0 0

ملګرو، دوستانو، اغلو او ښاغلو!

سلامونه! ۲۰۲۱م کال به ژر پيل شي او زه له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته د نوي کال د مبارکۍ پيغام وړاندې کوم.

۲۰۲۰م کال عادي کال نه دی، په همدې کال کې د کوويډ ـ۱۹ وبا ناڅاپه رامنځته شوه. موږ خلکو او ژوند ته لومړيتوب ورکړ، د بشريت د مينې مانا مو وښوده او د خپلو ارادو په ټينګولو سره مو د دغې وبا ضد د مبارزې حماسيات وليکل. د ستونزو د ليرې کولو لپاره زموږ له ګډو کوښښونو څخه د دغې وبا ضد سنګر ته د ورتګ شهامت، په سر سخته توګه پر خپلو ارادو ټينګښت، په ګډه د ستونزو د ليرې کولو مسؤليت، زړوره قرباني او يو له بل سره مرستې څرګندېږي. له ډاکټرانو څخه تر سرتيريو پورې، له علمي او څيړنيزو کسانو څخه د اوسيدونکو سيمو تر کارکوونکو پورې، له داوطلبانو څخه د پروژو تر جوړونکو پورې او له سپين ږیرو څخه تر ځوانانو پورې بې شمېره خلکو د خپل ژوند د قرباني کولو له لارې خپلې دندې تر سره کړي، د خپلو مينو له لارې يې د نورو خلکو ژوندون ساتلی، د خپلو قوتونو له لارې يې ستر او غښتلي ځواکونه راغونډ کړي ، څو د ژوندون د ساتلو لپاره کلک ديوال اباد شي. د دوی له نه ستومانه کېدونکو عملونو، د زړونو او لاسونو په يو ځای کولو سره له مرستو او له احساس وړ حالاتو څخه د دغې وبا ضد د مبارزې ستره او ډېره لويه روحيه څرګنده شوې ده. عام خلک هم سترې او ډېرې لويې چارې کولای شي او اتلان هم د عامو وګړو يوه برخه ده. هر کس د درناوي وړ دی. زه د کوويډ ـ۱۹ له ټولو ناروغانو څخه د حال و احوال پوښتنه کوم او ټولو اتلانو ته درناوی او احترام وړاندې کوم. زه د ستر هېواد او غښتلو خلکو او زموږ د ملت پر زړه ورې روحيې وياړم!

     د ستونزو له ليرې کولو څخه زړه ورتوب څرګندېږي او د قيمتي ډبرو ارزښت د حکاکۍ له لارې زياتېږي. د دغې وبا پرضد د مبارزې تر څنګ مو د اقتصادي او ټولنېز پرمختګ په برخه کې هم ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د چين ديارلسم پنځه کلن پلان په بريالۍ توګه تطبيق شوی او څوارلسم پنځه کلن پلان طرحه شوی دی. د چين د نوي پرمختيايي جوړښت د ابادۍ سرعت چټک شوی او د باکيفيته پرمختګ تګلاره په ژوره توګه پلې شوې ده. د چين اقتصاد د نړۍ د نورو عمده اقتصادونو په پرتله لومړی مثبت پرمختګ موندلی او د اټکل له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې به د چين د کورنيو توليداتو عمومي اندازه يو لک ميليارډو ژن مين بي يوانو ته ورسېږي. په مسلسلو اوولسو کلونو کې مو د غلو دانو ښه حاصلات تر لاسه کړي دي. د (تيان ون لومړی نمبر)، د (چانګ عه پنځم نمبر) او د (فن دو جه) په نوم علمي او څيړنيزو پروژو کې مو سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ بهير چټک پرمختګ موندلی دی. بر سېره پردې، د چين عامو وګړو او پوځونو له سختو سيلاوونو سره په مقابله کې خپل يووالی وساته او تر خپلې وسې پورې يې زيانونه کم کړي دي. کله چې ما له ۱۳ ولايتونو، کورواکو سيمو او ښارونو څخه ليدنې وکړې، په خوشحالۍ سره مې وکتل چې ټولو کسانو په جدي توګه د کوويډ ـ۱۹ وبا د وقايي او کنټرول تدبيرونه نيولي، د کار او توليد د بيا اعاده کېدو لپاره يې هره شېبه کوښښونه کړي او تر خپلې وسې پورې يې په کارونو کې نوښتونه تر سره کړي دي. ټول چينايان پر خپل ځان اعتماد لري او شپه او ورځ زحمت ګالي، چې له امله يې د چين په هر ځای کې سمسور حالت ليدل کېږي.

     په ۲۰۲۰م کال کې، چين په هره ساحه کې د نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادولو په اړه ستر تاريخي برياليتوب او له بې وزلۍ سره په مقابله کې پوره کاميابي تر لاسه کړې ده. د ډېرې بې وزلۍ ضد عمومي مبارزه مو کړې او ډېرې سختې ستونزې مو ليرې کړې دي. په تېرو اتو کلونو کې، د اوسني معيار له مخې د چين په کليوالو سيمو کې ۸۳۲ ولسوالۍ او کابو سل ميليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلې دي. په همدغو کلونو کې مې د چين له ۱۴ ډېرو بې وزليو ځايونو څخه ليدنې وکړې او په همغو ځايونو کې د وطنوالو او چارواکو د کوښښونو حالات زما په ذهن کې انځور شوي دي. موږ بايد په مداومه توګه د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د ګډې شتمنې موخو ته د رسېدو لپاره ګامونه پورته کړو او زيار دې وباسو.

مونږ سږ کال د شن جن په شمول د خاصو اقتصادي ناحيو د ابادولو د ۴۰مې کاليزې او د شانګهای د پو دونګ سيمې د ورخلاصون د ۳۰مې کاليزې نمانځنې وکړې. کله چې زه د جنوبي سمندر او د هوانګ پو سيند پر غاړه ولاړ وم، دا احساس مې درلود چې د نوښت څېړنه د نوښت د پياوړتيا لارښوونه ده. اصلاحاتو او ورخلاصون د پرمختګ بی ساری تاريخ ليکلی دی. په راتلونکې کې به موږ د اصلاحاتو په ژورتيا او د ورخلاصون په پراختيا سره د پسرلي په شان د پرمختګ کيسې وليکو.

سمه لاره به ګوښه پاتې نه شي او ټوله نړۍ د بشر شريک کلی دی. له يو کال راهيسې موږ د پخوا په پرتله د بشريت د ګډ برخليک ټولنې په مانا ښه پوه شوي يو. ما د نړۍ له ډېرو پخوانيو او نويو دوستانو سره ټليفوني خبرې کړي او په ډېرو انلاين نړيوالو غونډو کې مې ګډون کړی دی. په دغو خبرو او غونډو کې مې ډېر ځله پر دې ټينګار کړی چې موږ دې د کوويډ ـ ۱۹ وبا ضد مبارزه کې يووالی وساتو او يو له بل سره دې مرستې وکړو. د دغې وبا د وقايې او کنټرول دنده درنده او مهمه ده. نړيوال دې دغې وبا ته د ماتې ورکولو او د ګردې کرې د ښې ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

۲۰۲۱م کال به د چين کمونېست ګوند د جوړېدو له ۱۰۰مې کاليزې سره برابر وي. په تېر سل کلن تاريخ کې د سمندر څپو زورور پرمختګ موندلی دی او زمونږ ټينګه اراده او کلک هوډ نه بدلېدونکی دی. د شانګهای ښار د شه کو من له سيمې څخه د جيا شينګ ښار تر نان جهيل پورې، د چين کمونېست ګوند د يوې کوچنۍ سور رنګ کښتۍ په شان د خلکو د غوښتنو او د ملت له هيلو سره سم له لويو څپو او سختو ګواښونو څخه په تېرېدو سره پرمختګ موندلی دی او د چين د لارښوونې لپاره اوس يوه لويه بيړۍ ګرځېدلې ده. زموږ په زړونو کې د سترو چارو د پرانيستلو هوډ شته او د سل کلن پرمختګ په ښه زمانه کې يو. موږ به تل خلکو ته لومړيتوب ورکړو، پر خپلو اصولو او ارادو به ټينګار وکړو او د سخت باد او لويو څپو په تېرېدو سره به ګامونه پورته کړو، څو د چيني ملت بيا سمسورتيا ومومو.

اوس موږ د دوو سل کلنو موخو د پيوستون په ټکي کې ولاړ يو او په هره ساحه کې به د سوسياليستي عصري هېواد په توګه د چين د ابادۍ بهير ژر شروع شي. لاره اوږده ده او يوازې د کوښښونو او هڅونو له لارې به د ستونزو په ليرې کولو سره له دغې اوږدې لارې څخه تېر شو. موږ بايد د لا ځلاندې او روښانه شېبې د رامنځته کېدو لپاره دواملرونکي کوښښونه وکړو!

په همدې ځای او همدې وخت کې ډېوې تازه رڼا شوې او د کورنۍ غړي راغونډ شوي. نوی کال به ژر راورسېږي. د غرونو او سيندونو د ښکلا، د هېواد او خلکو د خونديتوب، د هر کس د نيکمرغۍ او خوشحالۍ په هيله!

له تاسو ټولو څخه مننه!

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In