یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ایا ۲۰۲۰ز کال د تاریخ تر ټولو بد کال و؟

بي‌بي‌سي- پښتو

جنوري 3, 2021
in لیکنې
0 0

ډېرو ته ۲۰۲۰ بدمرغه، غمجن او له کړاوه ډک کال و. ځینو ان دا د ټول تاریخ تر ټولو بد کال بللی دی، خو که تاریخ ته یو ځغلنده نظر وکړو، پر دې به پوه شو چې کېدای شول ۲۰۲۰ ز کال تر دې لا ډېر بدتر شي، نو له همدې کبله ښايي د هغو نعمتونو او مهربانیو شکر ادا کړو، چې پر موږ لورول شوي دي.

راځئ په ۲۰۲۰ز کال کې په نړۍ کې ځینو رامنځته شویو ناوړه پېښو ته بیاکتنه وکړو او بیا یې له نورو تاریخي پېښو سره پرتله کړو.

۲۰۲۰ز کال کووېډ-۱۹ ډېر خلک مړه کړل

د وروستیو شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې له ۸۴ میلیونو ډېر کسان پر کرونا وېروس اخته پېژندل شوي او له ۱۸۳زرو ډېر ترې مړه شوي دي، خو د کووېډ-۱۹ د مړینو شمېر د نړۍ له تېرو نورو وباګانو ډېر واټن او توپیر لري.

تور طاعون چې تور مرګ هم بلل کېده، له ۱۳۴۶ تر ۱۳۵۰ کال پورې یوازې په اروپا کې ۲۵ میلیونه او په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه کسان ووژل.

اسپانوي او پرتګالي پلټونکو له ۱۵۲۰ کال وروسته د تڼاکو دغه ناروغي امریکا ته له ځان سره ولېږدوله، چې د دې لویې وچې له ۶۰ تر ۹۰ سلنه کلیوال اوسېدونکي یې له منځه یووړل.

اسپانوي انفلونزا په ۱۹۱۸ز‎ کال له لومړۍ نړیوالې جګړې کورونو ته له ستنېدونکو سرتېرو خپره شوه او څه ناڅه ۵۰ میلیونه کسان ترې مړه شول، چې هغه مهال د نړۍ له ۳ تر ۵ سلنې وګړي کېدل. له ۸۰ یمې لسیزې راهیسې چې د اېچ ای وي/اېډز وبا پیل شوې، د نړۍ په کچه یې ۳۲ میلیونه کسان مړه کړي دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې ګڼ خلک بې کاره شول

د کرونا ویروس وبا اقتصادي زیانونه ډېر پراخ وو او د نړۍ په لر او بر کې یې د خلکو ژوند اغېزمن کړ، خو له دې سره سره، د بېکارۍ کچه تر اوسه له ۱۹۲۹ تر ۱۹۳۳ز کال پورې د ستر مالي ځوړ اندازې ته نه ده رسېدلې. په دغو کلونو کې ۱۹۳۳ز کال تر ټولو ډېر ستونزمن و.

په جرمني کې له هرو دریو یو کس بېکاره شو او د اډولف هېتلر په نوم یو پوپولېست سیاستوال واک ته ورسېد.

په۲۰۲۰ کال له ملګرو لېرې پاتې شوو

هو دا سمه ده، چې د کال ډېره برخه پر کور او له ملګرو او خپلوانو لېرې پاتې شوو، خو په ۵۳۶ کال کې د نړۍ ډېرو خلکو ان اسمان هم نه شو لیدلی.

په هارورډ پوهنتون کې د منځنیو پېړیو د تاریخپوه او لرغونپوه مایکل مک‌کورمېک په وینا، اروپا، منځنی ختیځ او د اسیا ځینې برخې ۱۸ میاشتې په مرموزه ګردله کې ډوبې وې او شپه او ورځ تیاره وه.

د هغه په وینا، دا موده که پر ځمکه د ژوند لپاره تر ټولو بده نه وه، لږ تر لږه له بدترو یوه حتماً وه، خو په ۲۰۲۰ز کال کې خو مو لږ تر لږه شین اسمان لیدلی شو.

دا دوره په تېرو ۲۳۰۰ کلونو کې د ځمکې لپاره له ټولو د سړو لسیزو پیلامه وه، چې کرنیز محصولات یې له منځه یووړل او خلک یې له لوږې او قحطۍ سره مخامخ کړل.

دا پېښه ښايي په ایسلنډ یا شمالي امریکا کې د اورشیندي د فعالېدو له کبله وي، چې ایرو یې نیمه شمالي کره په بشپړه توګه پوښلې وه. ویل کېږي بادونو د دغه اورشیندي ګردله او لوګي ټولې اروپا او تر هغې وروسته اسیا کې خپاره کړل، چې همدا د تودوخې یو ناروین زېږوونکی لامل هم و.

په ۲۰۲۰ز کال کې مو بهرني سفرونه وځنډېدل

په دې کې شک نشته چې ۲۰۲۰ز کال په ټوله نړۍ کې د سیل صنعت لپاره ښه کال نه و، خو که له دې ډېر ناخوښه یاست چې پر کورونو ایسار پاتې شوي یاست، د نیکونو په اړه فکر وکړئ.

انسانان له ۱۹۵ زره کلونو راهیسې د سفر له محدودیتونو سره مخامخ دي. پر نړۍ لسګونه زره کاله وچه او سړه هوا حاکمه وه چې د اېزوتوپ ۶ سمندري پړاو یې بولي.

د هیومن اورېجنز موسسې د پروفیسور کرتیس مارین په ګډون ځینې پوهان پر دې باور دي چې د دې دورې وچکالۍ د انسانانو نسل تقریباً له نړۍ ورک کړ.

هغه وايي، بشر د سویلي افریقا کڅونو ته په پناه وړلو سره وژغورېد او پر دې ځای یې د جنت بڼ مستعار نوم کېښود چې وړ یې هم و. انسان همدلته زده کړل چې له سمندره خوراک برابر کړي.

د ۲۰۲۰ز کال یوې چاودنې د بېروت بندر ویجاړ کړ

د اګست د څلورمې دا چاودنه په ناسم ډول د ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایتریت د زېرمه کېدو له کبله وشوه. دې چاودنې ۱۹۰ کسان ووژل او تر ۶ زرو ډېر نور پکې ټپي شول.

شنونکو دا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستره غیر اټومي چاودنه وبلله، چې د زر ټنه ټي این ټي توکو له چاودنې سره برابرېږي، خو د ۱۹۸۴ز کال په ډسمبر کې د هند په بوپال ښار کې د کېمیاوي توکو د یوه کارځای د سوري کېدو له کبله زرګونه کسان مړه شول، چې دا د معاصر تاریخ له ناوړه صنعتي ناورینونو ګڼل کېږي.

د هند حکومت وايي، شاوخوا ۳۵۰۰ کسان په څو لومړیو ورځو او ۱۵۰۰ نور په څو کلونو کې د سږو د زیانمنېدو له کبله مړه شول.

د دغه ښار پر فضا حاکمې مرګونې لړې (غبار) لسګونه کاله دوام وکړ او اوس هم داسې کسان شته چې له زیانونو سره یې لاس ګریوان دي.

په ۲۰۲۰ز کال کې په استرالیا کې ځنګلي اورلګېدنو ۳ میلیارده ژوي مړه یا بې سرپناه کړل

د اور سترو لمبو چې تېر اوړی یې په استرالیا کې ۳۳ کسان هم تر ستوني تېر کړل، په دغه هېواد کې د ژویو د ژوند او ژواک د ځانګړي چاپېریال ستره برخه ویجاړه کړه.

څاروي، الوتونکي، خځندې او چونګښې د دغه اور لمبو کې لولپه شوې او یا یې د اوسېدو د ځای د له منځه تلو له کبله پخپله هم له منځه ولاړل.

اوس هم فکر کوئ کال مو بد وو؟

د ۱۹۲۳ز کال په سپټمبر کې زلزلې د اور توپانونه او آن د لمبو بړبوکۍ رامنځته کړې چې په توکیو او یوکوهاما کې یې ۱۴۰ زره کسان ووژل. هو انسانان، نه کولا یا نور ژوي.

د هیلو دریڅې

۲۰۲۰ رښتیا هم له ډېرو اړخونو د ستونزو او ربړو کال و. د کرونا ویروس وبا ټولنیز واټن او انلاین پلورنو ته اړ کړو. محدودیتونو، ضد عفوني کولو او د څنګلو په جنګولو سره ستړي مه شي نور ستړي کړو، خو راځئ د دې پر ځای چې خپګان وکړو او پر ټولنیزو پاڼو کښته پورته وګرځو، پر مثبتو شیانو متمرکز شو.

۲۰۲۰ز کال داسې کال و چې په سیاسي ډګر کې د ښځو حضور پکې پراخ او پیاوړی شو. په دې کال نړۍ کې د هغو هېوادونو شمېر چې مشري یې ښځې کوي، ۲۰ ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو په وینا، دغه کال په پارلمانونو کې د ښځو استازولي تر ۲ برابرو اوښتې ۲۵ سلنه څوکیو ته رسېدلې ده.

داسې کال و چې کماله هرېس هم پکې د لومړنۍ ښځینه، تورپوستې او د سویل ختیځې اسیا له ار او اصل سره د امریکا د مرستیالې ولسمشرې په توګه ټاکل کېدو سره تاریخ سازه شوه.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو د نابرابرۍ او بې عدالتۍ پر خلاف لاریونونه او اعتراضونه وکړل او په دې توګه یې په راتلونکي کې د مثبتو بدلونونو زېری راوړ.

۲۰۲۰ز کال د چاپېریال لپاره یو ښه کال و. ډېرو هېوادونو ومنله چې د کاربن ډای اکسایډ د تولید کچه راټیټه کړي.

ملګري ملتونه وايي، په دغه کال کې د هغو هېوادونو او کپمنیو شمېر دوه برابره شو، چې د شینکوریزه ګازونو د صفر کولو ژمنه یې کړې ده. په دغو کمپنیو کې د فېسبوک، فورډ، مرسیډیز په څېر مشهور نومونه هم راځي.

نور هم غواړئ؟ دغه کال ناسا اعلان وکړ د اوبو اندازه چې د سپوږمۍ پر سطحه پېدا شوي، تر هغې ډېره ده چې پخوا یې اټکل شوی و. دا موندنه کولی شي زموږ له راتلونکو څېړنیزو ماموریتونو سره مرسته وکړي.

بېرته ځمکې ته راګرځو، باید هیله من واوسو چې د ۲۰۲۰ز کال وبا موږ انسانانو ته ډېر څه را زده کړي هم دي. له دې کارونو یو چې په ډاډمنه توګه یې یادولی شو، پاکي او د لاسونو مینځل دي.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In