د نومبر يوولسمه د لومړۍ نړيوالې جګړې کليزه ده. د نړۍ مشرانو پرون د يادې جګړې د سلمې کليزې په مناسبت زنګونه وکړنګول.
د نړۍ د نږدې ۷۰ هېوادونو مشرانو پرون د اروپا پر وخت غرمه مهال په فرانسه کې د «ناپېژانده سرتېري» لپاره جوړ شوي څلي ته د ګلانو ګېډۍ هم ور وړې.
په پاریس کې د «ناپېژانده سرتېري» یادګاري څلی د داسې سرتېري قبر دی چې هویت یې نه دی معلوم او د ټولو هغو سرتېرو د یاد او درناوي لپاره جوړ شوی چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې وژل شوي او مړي یې کورنیو ته نه دي رسېدلي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وړمه ورځ په دې مراسمو کې د ګډون لپاره پاریس ته تللی دی.
ټاکل شوې وه چې نوموړی له خپلې مېرمنې ميلانيا ټرمپ سره يو ځای په فرانسه کې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د وژل شويو امريکايي سرتېرو هديرې ته ولاړ شي، خو دا پروګرام يې د سخت باران له کبله وځنډول شو.
په لومړۍ نړیواله جګړه کې نږدې ۴۰ هېوادونه ګډ وو او له ۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸ مېلادي کاله پکې نهه ميلیونه عسکر او منصبداران او شپږ ميلیونه ملکي وګړي ووژل شول.
د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله د اروپا نقشه تقریباً بدله شوه او د عثمانیانو او روسیې امپراتورۍ یې ختمې کړې.
د ۱۹۱۸ میلادي کال د نومبر په ۱۱مه جرمني رسماً تسلیم شو او د اروپا په لوېدیځه جبهه کې څلور کلنه خونړۍ جګړه پای ته ورسره ورسېده.
د جرمني لومړۍ وزيره انګيلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر اېمانويل مکرون وړمه ورځ په هغه ځنګله کې چې وروستی وار پکې جګړه شوې او جرمني ځواکونه تسلیم شوي وو، یوه یادګاري لوحه ولګوله.
جرمني او فرانسه درې وارې په سختو جګړو کې سره مخامخ شوي، خو د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې د پايښت لپاره یو بل ګام پورته کړ.
په دې ځای کې د جرمني او فرانسې د رهبرانو کتنه یو سمبولیک حرکت و، ځکه په لومړۍ نړیواله جګړه کې تر ماتې وروسته اول وار و چې د جرمني یو رهبر د فرانسې دې سیمې ته ورځي.