امریکا وايي د ایران د څارلو لپاره به یې سترې نظامي بېړۍ په منځني ختیځ کې پرېږدي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکي امریکا غواړي خپلې الوتکې وړونکې ستره بېړۍ نیمیتز له منځني ختیځ وباسي، خو اوس د امریکا ددفاع سرپرست وزیر ویلي چې ایران په دې وروستیو کې ځینې ګواښونه کړي دي نو ددغه هېواد د څارلو لپاره به یې دغه سترې نظامي بېړۍ د منځني ختیځ په اوبو کې ولاړې وي. دا د امریکا سترې نظامي بېړۍ دي چې تر څنګ یې ګڼې نورې بېړۍ هم وي او ګڼې جنګي الوتکې لېږدوي. په پرمختللو جنګي وسایلو سمبال دي او لسګونه پوځیان پکې حضور لري. ایران تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.






































