یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ښه زراعت د هېواد ټينګ بنسټ جوړوي

لیکنه: شي مونګ/ ژباړه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

جنوري 4, 2021
in لیکنې
0 0

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر له ۲۸مې تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجینګ کې د دغه هېواد د زراعتي چارو په اړه يوه غونډه تر سره کړه. د چين رهبر شي جين پينګ په دغه غونډه کې اړوندو ادارو ته د بېوزلۍ  د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو د ساتلو او پراخولو، د کليوالو سيمو د هر اړخيزې احيا ستراتېژۍ د پلي کولو او د زراعت او کليوالو سيمو د عصري کېدو په ګډون، د بېلابېلو چارو لارښوونې وکړې.

چين زراعت ته ډېر اهميت ورکوي، يوه چيني اصطلاح ده چې وايي،  زراعت د هېواد بنسټ دی، که بنسټ ټينګ وي، نو هېواد به ثابت پرمختګ ومومي.

چين يو زراعتي هېواد دی او چينايان له زمانو راهیسې بزګرو ته ځانګړی درناوی لري او زراعتي چارو ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چيني ملت په کلتور کې کرونده ډېر مهم ځای لري. چينايان له زرګونو کلونو راهیسې د کرکیلې د اغېزې په نتيجه کې د انسانانو او طبيعت تر منځ همغږۍ ته ډېره پاملرنه کوي او کار او سپما ښه سيرت بولي. بزګر، کليوالې سيمې او زراعتي چارې د خلکو له خوراک او څښاک سره مستقيمې اړيکې لري، که د خوراک او څښاک ستونزه هواره نه شي، نو ثبات او پرمختګ به نه وي.

د چين حکومت د بزګرو، کليوالو سيمو او زراعت چارې د خپل هېواد پرمختګ ته ډېرې مهمې بولي. چين ډېر پراخوالی او غني محصولات لري او د کروندو مساحت يې ۱۲۰ ميليونو هکټارو ته رسيږي، خو د نفوس شمېر يې هم  يو ميليارد او ۴۰۰ ميليونو ته رسېدلی دی، نو د هر تن په سر د کروندې مساحت يې کم دی او د نړۍ تر منځنۍ کچې هم ټيټ دی. په تېره پېړۍ کې يو امريکايي کارپوه پوښتنه کړې وه، چې څوک چين روزي؟

اوس په چين کې ډېری خلک پر زراعتي چارو لګيا دي او د چينايانو د هر تن پر سر د غلودانو او څو مهمو کرنيزو توليداتو اندازې د نړۍ له منځنۍ سويې سره برابرې دي او ځينې يې آن د نړۍ له منځنۍ سويې څخه هم پورته دي. دغه وضعيت ته په کتو، د ياد امریکايي کارپوه پوښتنې ته ځواب اسانه موندل کيږي.  د چين زراعتي پرمختګ نه يوازې د چينايانو د خوراک او څښاک اړتياوې پوره کړې، بلکې د دغه هېواد د ټولنيز پرمختګ لپاره يې ټينګ اقتصادي ملاتړ هم  برابر  کړی دی او دغه برياليتوب د چینايانو د ډېر زیار ایستلو ښودنه کوي او په نړۍ کې يوه ښه نمونه هم بلل کيږي.

اوس په چين کې د بزګرو، کليوالو سيمو او زراعتي چارو پرمختګ نوي پړاو ته داخل شوی او حکومت د کليوالو سيمو د هر اړخيزې بيا سمسورتيا د ستراتېژۍ د پلي کولو په هڅه کې دی. د چين حکومت موخه درلوده، چې تر ۲۰۲۰ کال کال مخکې په خپل هېواد کې يوه نسبتاً شتمنه ټولنه اباده کړي او په دغه هېواد کې په بشپړه توګه بېوزلي له منځه يوسي. د چين ګوی جو ولايت د همدې کال د نومبر په ۲۳مه اعلان وکړ، چې وروستۍ ۹ بېوزلې ولسوالۍ يې له بېوزلۍ څخه ووتلې، چې په دې سره په دغه هېواد کې ۸۳۲ بېوزلو ولسواليو له بېوزلۍ سره مخه ښه وکړه.

د چين د دولت ریيس شي جين پینګ په ياده غونډه کې په دې اړه، چې دولت په راتلونکي کې څنګه د هېواد زراعتي چارې پرمخ بوځي؟  وويل، که چیني ملت بيا سمسورتيا غواړي، نو هرومرو بايد کليوالې سيمې بيا سمسورې کړي او د دې لپاره اړتيا ده، چې په دغه هېواد کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لاسته راوړنې ښې وساتل شي، د غلو دانو خوندیتوب تضمين او د کليوالو سيمو د بيا سمسورولو چارې په ښه توګه تر سره شي.

په دغه غونډه کې د دغه هېواد د زراعت او کليوالو سيمو د عصري کېدو بهير د چټکتيا په اړه د حکومت يو سند هم وارزول شو او ښايي ژر تایید او پلی شي. چينايان هيله‌من دي چې دغه سند په چين کې د بزګرو، کليوالو سيمو او زراعتي چارو پرمختګ ته نوره هم لاره هواره کړي.

افغانستان يو زراعتي او مالداريیز هېواد دی. د چين او افغانستان تر منځ د کرنيزو تخنيکونو د پرمختګ، د کرنيزو زېربناوو د جوړولو  او د کرنيزو پيداوارو د تجارت په برخو کې د همکارۍ ډېر ظرفيت لري. ځينو چيني شرکتونو په افغانستان کې د زعفران د کرلو لپاره نوي تخنيکونه مروج کړي او ډېرې ښې لاسته راوړنې لري. د افغانستان ځانګړي کرنيز محصولات د چين او افغانستان تر منځ د هوايي دهليز او د مال وړونکو اورګاډو له لارې چين ته صادريږي او ډېرو افغان تصديو په چین کې د وارداتو او صادراتو په نندارتون، نړيوال وارداتي نندارتون او د چين او جنوبي اسيا نندارتون کې ګډون کړی دی. د چين رهبر ډېر ځله ويلي، چې چين د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو هرکلی کوي، چې د دغه هېواد د پرمختګ ”ګړندي موټر“ ته ځانونه پورته کړي. هيله ده چې د چين او افغانستان تر منځ متقابلې ګټورې همکارۍ افغان بزګرو او د بېلابېلو ټولنو خلکو ته ډېرې رښتينې ګټې ورسوي.

Share10Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In