شیاومي کمپنۍ تېره ورځ په چین کې د یوې رسمي غونډې له لارې د مي لړۍ نوی او د دې کمپنۍ تر ټولو پیاوړی ځیرک موبایل شیاومي مي۱۱ معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ تر ټولو وروستی او پرمختللی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸، کارول شوی دی. شیاومي مي۱۱ کې ۶٫۸۱ انچه ستره کواډ اېچ ډي پلس او ۱۴۴۰*۳۲۰۰ ریزلوشن لرونکې امولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده. دغه مخپاڼه له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا هم لري. دغه ځیرک موبایل به ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا او ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکو بڼو کې خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل کې د ګوتې نښې او زړه د ضربان سېنسرونه د مخپاڼې لاندې ورکړل شوي دي. شیاومي مي۱۱ شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۱۰۸ مېګاپکسله اصلي، ۱۳ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل او ۵ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۲۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري.



































