د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې روان کال یې په یاد ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار بڼوالو ته ګڼ شمېر نوي بڼونه جوړ کړي دي.
د یاد ولایت د کرنې رییس زلمی الکو وایي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ یې د مېوو ۱۴۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي، چې په دغو بڼونو کې د انګورو، زردالو، الوچې، شفتالو، انار، انځر او نارنجو بڼونه شامل دي.
د دغو جوړو شویو بڼونو ترڅنګ بڼوالو ته روزنیز پروګرامونه جوړ شوي او د بڼوالۍ اړوند کرنیز توکي او کېمیاوي سرې هم وېشل شوې دي.
د هلمند د کرنې ریاست وايي، هڅه کوي چې په یاد ولایت کې په مسلکي ډول د مېوو بڼونه جوړ او بڼوالو ته د عملي او نظري زده کړو زمینې په برابرولو سره وکولای شي یاد ولایت د مېوو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې کړي.



































