سعودي عربستان په نړۍ کې د تېلو د صادراتو تر ټولو مخکښ هېواد دی او اوس یې پرېکړه کړې چې د خپلو صادراتو کچه راټيټه کړي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد فالح ویلي چې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیه راټيټه شوې ده، نو پخپل حال ددغه بیې د ساتلو لپاره به راتلونکې میاشت د تېلو په صادراتو کې کموالی راولي. دده په خبره سعودي عربستان به د خپلو تېلو د ورځنیو صادراتو په کچه کې پنځه سوه زره بېرله کموالی راولي. سعودي عربستان دمګړی هره ورځ ۱۰،۷میلیونه بېرله تېل صادروي. دغه هېواد په نړۍ کې د تېلو د صادراتو تر ټولو مخکښ هېواد بلل کېږي. د سعودي عربستان د تېلو په صادراتو کې دغه کموالی به په نړیوالو بازارونو کې د تېلو پر بیو اغېز وکړي.