د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تاوتریخوالی غندلی چې د کانګرس پر ودانۍ د ځینو کسانو د یرغل پر مهال پېښ شو. ټرمپ د لومړي ځل لپاره تاييد کړې چې جو بایډن به د امریکا نوی ولسمشر وي. نوموړي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، نوې اداره به د جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه د وفادارۍ لوړه وکړي. ټرمپ تر دې مخکې ټینګار کاوو چې د نوومبر د درېیمې د ولسمشرۍ ټاکنې یې ګټلي او له اسنادو وړاندې کولو پرته یې ادعا کوله چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده.






































