د نړۍ رهبران دې یو بل وزغمي او د جګړې پر ځای دې د سولې لار خپله کړي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلمې کلیزې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې وویل، چې د نړۍ رهبران دې یوازې د خپلو ملتونو د ګټو ساتل پرېږدي. دده په خبره دوی دې خپل ملتونه په دې نه تېر باسي چې ملي ګټې ورته خوندي کوي، بلکې هڅه دې وکړي چې په نړۍ کې د یووالي غږ اوچت کړي او نورو ته هم ګټه ورسوي. هغه ویلي د ملتونو اخلاقي روزنې او لوړونې ته باید کار وشي او په دې توګه د روانو خونړیو پېښو په مخنیوي کې ګټور ګامونه واخیستل شي. په دې مراسمو کې د نړۍ نږدې اویا ولسمشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. ایمانویل مکرون وویل، هر کله چې د هېوادونو مشران یوازې خپلې ګټې و نه پالي بلکې نورو ته هم درناوی وکړي هغه وخت په نړۍ کې د سولې راتګ اسانه او ممکن دی.