د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال یې په دغه ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار بڼوالو ته ګڼ شمېر نوي بڼونه جوړ کړي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله صافی وایي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې او نورو همکارو پروژو په همکارۍ یې په دغه ولایت کې سږکال د مېوو ۱۸۶۲ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي، چې په دغو بڼونو کې د نورو بڼونو ترڅنګ د سټروسو بڼوڼه هم شامل دي.
د چارواکو په خبره، د دغو بڼونو ترڅنګ بڼوالو ته روزنیز پروګرامونه هم جوړ شوي، د بڼوالۍ اړوند توکي او کېمیاوي سرې هم پرې وېشل شوي دي.
چارواکي وايي، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې په مسلکي ډول د مېوو بڼونه جوړ او بڼوالو ته د عملي او نظري زده کړو زمینې په برابرولو سره وکولی شي یاد ولایت د مېوو له پلوه ځان بسیاینې ته نږدې کړي.



































