برېښنا شرکت وایي ازبکستان افغانستان ته د خپلې صادرېدونکې برېښنا کچه لوړه کړې ده. د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له ازبکستان سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې یاد هېواد به افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا کچه لوړوي. ټاکل شوې چې په لومړي سر کې به دا کچه تر درې سوه میګاواټه رسېږي او په دویم پړاو کې به ازبکستان افغانستان ته ۴۵۰ میګاواټه برېښنا صادره کړي. افغانستان خپله لوړه سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې وخت ناوخت په دې بهیر کې ستونزې رامنځ ته کېږي او په کور د ننه خلک د برېښنا له کمښت سره مخ کوي. عام افغانان بیا وایي چې د افغانستان د برېښنا شرکت مدیریت کمزوری دی او دوی په دې نه دي بریالی شوي چې د خلکو دا لومړنۍ او مهمه اړتیا پوره کړي.



































