د اریانا افغان هوایي شرکت چارواکي وايي، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې نږدې درې نیم میلیونه ډالره ګټه کړې ده.
د یاد شرکت سوداګریز مرستیال سلیم رحیمي رسنیو ته ویلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې سره له دې چې کرونا وبا ډېر کاروبارونه زیانمن کړي، خو بیا هم اریانا هوايي شرکت درې میلیونه او څلور لکه خالصه ګټه کړې ده.
رحیمي زیاته کړې چې دا ګټه د لګښتونو کمول او د سپما له امله تر لاسه شوې ده. د یادونې ده چې اريانا افغان هوايي شرکت د افغانستان لومړنی دولتي هوايي شرکت دی، چې د کورنيو الوتنو سربېره ځینو بهرنيو هېوادونو ته هم پروازونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي وو چې په نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو او افغانستان ته د بهرنیو پروازونو د لغوه کېدو له کبله افغانستان ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.



































