د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ د استیضاح لومړني کارونه پيل کړي دي. د استازو مجلس غړو ویلي ټرمپ پر کانګریس د لاریون کوونکو د یرغل اصلي محرک و، نو دوی په همدې تړاو د هغه د استیضاح پرېکړه کوي. د دوی په خبره راتلونکې اونۍ به دغه پرېکړه د استازو په مجلس کې رایو ته وړاندې شي او تر تایید وروسته به د امریکا سنا ته ځي. د امریکا د استازو مجلس وايي چې تر تایید وروسته به بایډن ته د نوي حکومت د جوړولو اجازه ورکړل شي خو د استیضاح نورې چارې به بیا د بایډن د کار تر پیل وروسته مخ ته وړل کېږي.






































