د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ تېره ورځ د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې د راتلونکي کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید شوې ده. تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو د حکومت له لوري له وړاندیز شوې بودیجې سره مخالفت ښودلی دی او هغه یې غیر عادلانه بللې وه. وکیلانو همدا راز په نوې بودیجه کې د ښوونکو او سرتېرو د معاشونو لوړولو غوښتنه کړې ده. ولسمشر غني تېره ورځ د کابینې په غونډه کې سپارښتنه کړې چې مالیې وزارت باید د بودیجې نورې مرحلې مخ ته یوسي. د کابینې په دې غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت، سولې، بین الافغاني مذاکراتو او نورو مواردو هم بحثونه شوي دي.



































