فرانسې او جرمني د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوو بېلتونپالو تر کنټرول لاندې سیمو کې د وړمې ورځې ټاکنې غیر قانوني بللې دي.
د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون او د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلامېرکل په یوه ګډ بیان کې ویلي دي چې يادې ټاکنې د اوکراین ځکمنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
د اوکراین حکومت او نړیوالو ملاتړو يې ویلي چې شوې ټاکنې به د اوکراین په ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو مخه ونیسي؛ خو روسیه وايي، د اوکراین د ختیځ دونیڅک او لوهانسک سیمو د مشر د ټاکلو لپاره ټاکنې په دغو سیمو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مېنسک د اوربند له موافقې څخه سرغړونه نه ده.
د اوکراین د ختیځ په جګړه کې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه، تر اوسه پورې ۱۰ زره او درې سوه کسان وژل شوي دي.