د اسرائیلو لومړي وزير په غزه کې د نښتو له پیل وروسته فرانسې ته خپل سفر په نیمايي کې پرېښی او خپل هېواد ته ستون شوی.
د اسرائیلو پوځ وايي چې د غزې تړانګې په سوېل ختیځه برخه کې د پوځي عملیاتو پرمهال یو اسرائیلي افسر وژل شوی او یو بل برسېرن ټپي دی.
چارواکو ویلي چې دا مرګ ژوبله له فلسطينيانو سره د ډزو د تبادلې په پايله کې رامنځته شوې ده. فلسطینیان وايي، په دې نښتو کې د دوی له لوري اووه کسان وژل شوي چې پنځه پکې د حماس وسله وال دي.
د اسرائیلو د لومړي وزير دفتر پرون وویل چې نتنیاهو پاریس ته خپل سفر د همدې پېښې له کبله په نیمايي کې پرېښود او پرون بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
فلسطینیانو له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په غزه کې اعتراضونه پيل کړي او هڅه کوي چې د اسرائيلو له لوري خپلو اشغال شويو سيمو ته ستانه شي. اسرائيلي پوځيان د هغوی مخنيوی کوی او دغه راز يې پر وړاندې په تاوتريخجنو اقداماتو لاس پورې کوي.
د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ دا نښتې څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې حماس او اسرائیلو د پولې په اوږدو کې د څو میاشتني کړکېچ د کمولو لپاره ځينې ګامونه واخيستل.
په غزه کې د اعتراضونو له پيله بيا تر اوسه شاوخوا ۱۷۰ اعتراض کوونکي چې بې وسلې او ملکي خلک وو، د اسرائيلي پوځيانو په ډزو سره وژل شوي دي.
د دې کړکېچ له دوامداره کېدو وروسته دواړو خواوو داسې وانګېرله چې ښايي د یو غیر رسمي اوربند وخت را رسېدلی وي.
تېره اونۍ اسرائیلو قطر ته اجازه ورکړه چې د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د مرستې مواد غزې ته چې د حماس تر ولکې لاندې ده، واستوي او حماس هم اعتراضونه راکم کړل.
خو له دې سره سره هم د فلسطیني فعالانو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ دا نښتې د هغو هڅو بریا په شک کې اچوي چې اسرائیل او حماس د څو میاشتو نښتو د پای ته رسېدو په مقصد پیل کړې دي.