درې تنه پاکستاني سرتېري په شمالي وزیرستان کې په یوه نښته کې وژل شوي. د پاکستان پوځ وايي، چې دا سرتېري پرون په دې قبایلي سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې ووژل شول. سیمه يیزو چارواکو ویلي، چې دا پوځي عملیات د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې شوي دي. پوځ ویلي په دوو جلا عملیاتو کې د دریو وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده. له دې نښتې دوه ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتېري مړه او درې نور ټپیان شول.






































