د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغانستان زعفرانو د ښه کیفیت له کبله د نړۍ په کچه لومړی مقام ګټلی دی.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې د خوراکي توکو د خونديتوب نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفرانو ته د خوند درې زرین ستوري یانې لومړی مقام ورکړی دی.
د یاد وزارت ویاند فواد احمدي وايي: «د افغانستان په استازیتوب یو خصوصي شرکت دغه جایزه ترلاسه کړې ده. افغانستان ته دغه مقام ګټل به د زعفرانو د کښت، پروسس او د صادراتو د ډېرښت او د کیفیت لوړوالي سبب شي.»
دا درېیم ځل دی چې د افغانستان زعفران د اروپايي ټولنې له خوا په نړۍ کې د تر ټولو لوړ کیفیته زعفرانو جایزه ګټي.
احمدي زیاتوي چې د اروپايي ټولنې په دې سیالۍ کې ګټونکی هېواد د زعفرانو د رنګ، خوند او کیفیت پر بنسټ ټاکل کېږي.



































