اندونیزیایي چارواکي وایي چې د ژغورنې ډلې په دغه هېواد کې د جمعې ورځې زلزلې له امله د نړیدلو ودانیو څخه نور جسدونه هم را ایستلي دي چې ورسره د زلزلې له امله د مړه شویو کسانو شمېر لږ تر لږه اته اویا ته رسېدلی دی. دا زلزله د تېرې جمعې په ورځ د اندونیزیا په سولاویسي جزیره کې شوې وه چې په پیل کې یې یوازې د اته سوه کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی وو. رسنیو وروسته راپور ورکړ چې د یادې زلزلې له امله شپېته کسان مړه شوي او په زرګونو نور یې بې کوره کړي دي. د زلزلې شدت شپږ اعشاریه دوه ښودل شوی او ویل کېږي چې ټکان یې تر اتلس کیلومټرو پورې احساس شوي دي.






































