کېم د خپلې زوکړې ورځ ته د توغندیو اوږد لیست چمتو کړی دی. د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا رهبر د خپلې زوکړې ورځې ته د نویو جوړو شویو توغندویو یو اوږد لیست چمتو کړی دی او ټاکل شوې ده چې ټول یې د نوموړي په کلیزه کې وازمایل شي. په دې لیست کې، په دقیقه توګه د لرې واټن ویشتونکي توغندي، د اټومي سرګلولو لرونکي توغندي او د جاسوسي سپوږمکۍ شاملې دي. شمالي کوریا په دې سره غواړي امریکا ته خپل پیغام ورسوي او وګوري چې بایډن د دوی پر وړاندې څه پرېکړه کوي. د چارو امریکایي کارپوهان وایي، چې امریکا اوسمهال د خپل کورني التهاب په درملنه بوخته ده ګنې دا وخت د کېم د خبرې اورېدو لپاره تر ټولو مناسب فرصت و.






































