په سعودي عربستان کې اسلامي پراختیایي بانک ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د لا ډېرو پراختیایي پروژو پر پیلولو کار کوي. ددغه بانک رییس دوکتور بندر حجار د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې ګټورې پروژې بشپړې کړې دي او تمه لري چې لا ډېرې پراختیايي پروژې په دغه هېواد کې عملي کړي. دده په وینا دوی به افغانستان ته د څېړونکو یو ټيم لېږي او ددې ټیم د ارزونو پر بنسټ به په اړینو مواردو کې په افغانستان کې پروژې پلې کوي. د بهرنیو چارو وزیر هم د یاد بانک له مرستو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې اسلامي پراختیایي بانک په افغانستان کې د لوړو زده کړو، تعلیمي سیستم، اوبو لګولو سیستم او حمل نقل په برخه کې مرستې او همکارۍ وکړي.



































