ټرمپ د امریکا له ولسمشرۍ سره مخه ښه وکړه او د خپلې مخې ښې وینا یې رسنیو ته واوروله. ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چې پر خپلو کارونو ویاړي. دده په خبره ده او ډلې یې هغه څه تر لاسه کړي چې لپاره یې راغلي وو. ټرمپ همدا راز پرته له دې چې د جو بایډن نوم واخلي خپل ځایناستي ته د بریا هیله کړې ده. دده په خبره راتلونکي ولسمشر ته ټوله امریکا سترې هيلې لري او دی یې د بریا هیله کوي. ټرمپ داسې مهال له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه کوي چې پلویانو یې د لاریونونو او اعتراضونو خبرداری ورکړی دی. په واشنګټن او د امریکا په ډيری ایالتونو کې سخت امنیتي تدابیر پيل شوي دي.






































