کرنې وزارت وايي، په ننګرهار کې د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو ۲۰ کانالونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د اوبو لګولو یادې پروژې د دغه ولایت په مرکز او ۱۷ ولسوالیو کې د کرنې وزارت په ګډون، د کرنې او مالدارۍ پروژې، د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې او دغه راز له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژو له خوا د ۱۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي.
د سرچینې په خبره، د اوبو لګولو یادې پروژې څه باندې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکې خړوبوي او د اوبو د نږدې ۲۰ سلنې ضایعاتو مخه نیسي.
د اوبو لګولو د دغو پروژو په پرانیستغونډه کې د کرنې وزیر وویل، چې اوبولګول د کرنې وزارت له کلیدي سکټورونو څخه دی او هر کال د ننګرهار په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبولګولو ډېرې پروژې پلي کېږي.



































